یمن کې حوثي یاغیانو لسګونه دولتي سرتېري وژلي

comments 0

هندوکش ــ یمن: د یمن د حوثي یاغیانو په یوه برید کې د دغه هېواد لسګونه دولتي سرتېري ووژل شول.
د سعودي عربستان د دولتي د ټلویزیون د راپور له مخې، په دې توغندويي برید کې چې پرون (شنبه) په مارب ښار کې د عبدربه منصور هادي د حکومتي ځواکونو پر یوه اډه وشو، ۶۰ تنه وژل شوي دي.
اسوشیټیډ پریس خبري اژانس وايي، لږترلږه ۲۵ تنه وژل شوي خو یمني چارواکي وايي چې ښايي د وژل شویو کسانو شمېر تر دې واوړي.
د جرمني ډي پي اې خبري اژانس وايي چې لږترلږه ۴۰ یمني سرتېري وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل دي.
خو رویټرز د سعودي عربستان د الاخباریه دولتي تلویزیون په قول ویلي چې د مارب ښار په اډه کې ۶۰ تنه وژل شوي دي.
الاخباریه د بې نومو سرچینو په قول دا هم ویلي چې دا برید د بالسټیک توغندي او بې پېلوټه الوتکو په وسیله شوی دی.
مارب د یمن یو مرکزي ولایت دی چې مرکز یې هم مارب نومېږي.
عزت تبیان

Comments