یمن کې اور لګیدنې درانه زیانونه اړولي

comments 0

هندوکش – یمن: د یمن په حدیده بندر کې اورلګیدنې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
حدیده د یمن تر ټولو مهم بندر دی چې د دغه هیواد ټول لومړني خوراکي توکي له دغه بندر واردیږي.
د لومړنیو موادو ترڅنګ تیل او یو شمیر نور مهم توکي هم د دغه بندر له لارې یمن ته ننوځي.
چارواکي د اورلګیدو لامل د بریښنا شارتي بولي خو په دې تړاو لا زیاتې پلټنې دوام لري.
د یمن سوداګریز بهیر د سعودي په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له بریدونو وروسته ډیر زیانمن شوی دی.
محمد امان دوران

Comments