یمن پر سعودي برید کړی

comments 0

هندوکش – سعودي: یمن یو ځل بیا پر سعودي عربستان اوه بالیستیکي توغندي توغولي دي.
سعودي چارواکي وايي توغندي یې په هوا کې دفع کړي خو یو شمیر یې په استوګنیزو سیمو لګیدلي دي.
د چارواکو په وینا په دغه برید کې په پلازمینه ریاض کې یو مصری اوسیدونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د یمن حوثیانو تر دې وړاندې هم څو ځل پر سعودي توغندي توغولي چې پاتې شونې یې د مکې ښار کې هم غورځیدلې وو.
سعودي داسې دفاعي وسله لري چې کولای شي توغندي په هوا کې له منځه یوسي.
محمد امان دوران

Comments