یفتلي: ضمیر کابلوف رواني تکلیف لري

comments 0

هندوکش – کابل: د امنیتي ادارو مشران چې د افغانستان د امنیتي وضعیت او د داعش د فعالیت په تړاو ولسي جرګې استجواب کړی وو، خبر ورکړ چې افغان حکومت به ډېر ژر د داسې رادار سیستم خاوند شي چې هغه ادعاوې به سپینې کړي چې ګنې ځینو سیمو کې داعش وسله والو ته الوتکې تجهیزات رسوي.
په دې غونډه کې لوی درستیز شریف یفتلي د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هغه څرګندونې رد کړې چې ګنې داعش ترهګرو ته په افغانستان کې امکانات برابریږي.
یفتلي دغه راز د کابلوف هغه ادعا هم رد کړه چې ګنې افغانستان کې لس زره داعش وسله وال فعالیت کوي، د یفتلي په خبره دا وخت شاوخوا دوه زره داعش ترهګر افغانستان کې حضور لري چې لږه برخه یې بهرنیان دي او افغان ځواکونه یې پروړاندې جګړه کوي.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د ولسي جرګې په غونډه کې ویلي چې په ننګرهار کې یې داعشیان ځپلي له ګڼو کلیو یې شړلي چې اوس به هلته ولسي خلک د دوی په وړاندې په وسلو سمبال کړي.
امنیتي ادارو په ډاګه کړه چې دا پروژه د سیمې د استخباراتو ده چې ځینې کړۍ پرې افغان حکومت نوم بدوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply