یاسین ووژل شو

comments 0

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا په مټاخان ولسوالۍ کې د طالبانو دیو سرګروپ یاسین په ګډون څلور تنه وژل شوي او یو ټپي دی.
دپکتیکا دامنیې قوماندانۍ دامنیت امر عبدلروف مسعود وویل، چي دغه طالبان تېر ماسپښین د ابراهیم کاریز سیمه کې د پولیسو په کمین کي وژل شوي دي.
هغه وایي، نښته کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.
دامنیت امر عبدالروف مسعود زیاتوي، تېر مازیګر دوه سیمه ییز پولیس د سرحوزې ولسوالی د شاطورو سیمه کې د ماین چاودنې له امله وژل شوي دي.
طالبانو د دواړو پیښو په اړه څه ندي ویلي.
عمران احمدزې

Comments