یاسیني: ننګرهار کې د ناامنیو ستر لامل وکیلان او زورواکي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ولسي جرګې کې د خلکو استازي، ننګرهار کې د ستونزو او نا امنیو لامل ولسي جرګې کې ناست ځینې وکیلان ګني.
میرویس یاسیني دغه څرګندونې تیره ورځ د ننګرهار ولایتي شورا ته په خبرو کې وکړې.
نوموړي زیاته کړه، دغه ولايت کې فساد، نا امني، ګډوډي او د نا مسئوولو وسله والو شتون خپل اوج ته رسېدلی دى.
نوموړي وویل: د دغو ستونزو د حل لپاره دې ولسمشرۍ ماڼۍ د سترې محکمې په مشرۍ يو با صلاحيته پلاوی را واستوي؛ څو ستونزې پيدا او د حل لارې يې ولټول شي.
یاسیني که څه هم د چا نوم وانه خیست خو وویل چې، د ملي شورا ځینې غړې او زورواکي دغو ګدویو کې لاس لري.
د یاودنې وړ ده چې تردې وړاندې هم د ځمکو غاصبینو پر وړاندې ځایې خلکو پراخ پاڅون کړې وو چې د پاڅون کوونکو په وینا ولسي جرګې کې ځینې وکیلان او زورواکي ننګرهار کې شته ځمکې غصبوي او پر خلکو یې پلوري.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply