ګیلان کې ۱۹ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – غزني: راپورونه وایي، د غزني ګیلان ولسوالۍ کې د ځمکنیو عملیاتو او هوايي بریدونو په پایله کې ۱۹ طالبان وژ شوي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وایي، عملیات د جمعې په ورځ د ګیلان ولسوالۍ هوتک او حسن سیمو کې شوي چرته چې د طالبانو سره پنجابي عسکرو هم جګړه کوله.

عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو همکاري کړې چې پکې د طالبانو یو مرکز هم له منځه تللی دی.

د غزني د مرکز ترڅنګ نږدي ولسوالیو هم د طالبانو پرضد عملیات روان دي چې طالبانوته یې سخت ګوزارونه ورکړي.

شاه رسول غزنوي

Comments