ګیان کې درې طالبان نیول شوي

comments 0

هندوکش – پکتیا: پوځ د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د تندر ۱۹ عملیاتو پر مهال دری وسلوال طالبان نیولي دي.
پکتیکا کې د ملي اردو د دویمې پلي لوا قوماندان رحم دل حیدرزی وایي، دا کسان له وسلو، مخابرو، او یو عراده سراچه موټر سره نیول شوي دي.
ډګروال رحم دل حیدرزی وایي، یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نده اوښتې.
عمران احمدزی

Comments

Leave a Reply