ګڼو دیني عالمانو د طالب ترهګرو روانه جګړه غیر مشروع او ناروا وبلله

comments 0

هندوکش ــ هرات: د هرات، فراه او بادغیس ولایتونو له ۵۰۰ څخه ډېرو دیني عالمانو د کب په ۶مه د هرات په لوی جومات کې د یوې غونډې په ترڅ کې په طالبانو باندې غږ وکړ ترڅو خپله غیرمشروع جګړه او ورور وژنه ودروي.
د هرات پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد عبدالمجید صمیم وویل، په افغانستان کې روان جنګ جهاد نه دی او طالبان باید د لسګونو بې ګناه ملکي خلکو او امنیتي منسوبینو چې هره ورځ وژل کیږي،‌ د وژلو لپاره د اسلام له نامه څخه استفاده ونه کړي.
هغه وویل، «د طالبانو او امریکایي مرکچیانو تر منځ د دوحې له تړون څخه وروسته، طالبان د جګړې کولو لپاره هېڅ بهانه نه لري.‌روان جنګ یواځې د افغانانو وژنه ده، هغه کاملا یو ناروا او غیرانساني جنګ دی.»
هغه وویل، «دا د مسلمانانو تر منځ جنګ دی چې دیني مشروعيت نه لري.»
په لویدیځ زون کې د افغانستان د علماوو د شورا یوه غړي مولوي نصیراحمد محمدي وویل،‌ په افغانستان کې روان جنګ یو حرام جنګ د.
هغه وویل، «دا جنګ د دوو مسلمانو وروڼو تر منځ دی؛ دا د مسلمانانو او کفارو تر منځ جنګ نه دی. د اسلام د حکمونو له مخې، دا جنګ مردود دی.»
محمدي وویل، «د جنګ پر خلاف چې له وراني او د بې ګناه وینې له تویولو څخه پرته نور هېڅ نتیجه نه لري، په سوله کې خیر دی، چې خلک او وطن په کې ښېرازه کېږي. موږ دیني عالمان په طالبانو او حکومت باندې غږ کوو چې سوله وکړي ځکه دا د خدای (ج) حکم دی.»
امیر حسین سلجوقي

Comments