ګډو ځواکونو سنګین کې د طالبانو په مرکزونو چاپې وهلي

comments 0

هندوکش – هلمند: هلمند کې د پوځ مسوولین وایي، افغان او بهرنیوځواکونو تیره شپه دهلمند په سنګین ولسوالۍ کې چآپې وهلي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي دفتروایې په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو یوه فابریکه او د چاودیدونکو توکو پر ډیپو چاپه عملیات کړي چې په ترڅ کې یې (۱۶۰۰۰) د کلاشینکوف مرمۍ، (۲۰۰۰۰) د پيکامرمۍ، (۵) آرپي جي راکټ مرمۍ، (۱۵) ايس پي جي ۹ مرمۍ، (۴)کړۍ د وسایطو ضد ماینونه، (۵۰)کیلوګرامه تریاک او (۳)عرادې فلډر موټر کشف او په سیمه کې له منځه وړل سوي دي.
خبرپاڼه لیکلي، دوه کسان هم په سیمه کې دیوه میل کلاشنکوف سره نیول شوي او افغان ځواکونو ته کوم تلفات نه دي اووښتي.
سنګین د طالبانو لپاره لوی مرکز یادیږي، خو افغان ځواکونه وخت ناوخت د طالبانو په مرکزونو چاپي وهي چې دا ډله یې وارخطا کړې ده.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments