ګډو ځواکونو د کابل ښار د امنیت لپاره نوې طرحه اعلان کړه

comments 0

هندوکش ــ کابل: په کابل کې د ګډو ځواکونو قومانداني چې تېره اوونۍ جوړه شوه په خپل لومړني ګام کې د دغه ښار د امنیت طرحه وړاندې کړه.
په کابل ښار کې د هدفي وژنو، غلاوو او نورو جرمونو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، د ګډو ځواکونو قوماندانۍ دغه طرحه اعلان کړه، هغه طرحه چې ډېره نوې نه‌برېښي.
د طرحې له مخې په کابل کې سر له نن یکشنبې «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۸» یو ځل بیا د تورو ښیښو او بې‌اسناده موټرو په تګ راتګ او دغه‌راز د بې‌جوازه وسلو په ګرځېدو بندیز ولګېد.
په طرحه کې راغلي د چارواکو او سوداګرو ساتونکي یا باډي ګاردان هم نور د موټرو باډیو کې د کېناستو اجازه نه‌لري.
عبید رادپور

Comments