ګوندونه؛ په غلطو سیاستونو کې

comments 0

لیکوال: نوید احمد څرک
افغانستان کې له ۶۰ زیات سیاسي ګوندونه شته، خو یواځې په شمار ګوندونه دي چې خلک یې له نوم سره اشنا دي، هغه ګوندونه چې خلک یې پېژني د تاریخ په اوږدو کې کومه کارنامه نه لري، پرته له دې چې جګړې یې کړي او د ملي ګټو پروړاندې یې یو دریځ نیولی.
نوره نړۍ کې ګوندونه د هېوادونو او خلکو سرنوشت ټاکي، یا شریک حکومت جوړوي چې لومړیتوب یې خلک او ملي ګټې وي او یا د حکومت پروړاندې د اپوزسیون رول لوبوي چې زیات تمرکز یې په اصلاحاتو وي او د حکومت بیړۍ له سمندر روغه باسي.
که همدا ګاونډیو هېوادونو کې وګورو، ګوندونه چې په ملت جوړونه کې کوم رول لوبوي، بل هیڅ ډله او خلک دا کار نه شي کولای، خو په افغانستان کې دا هر څه بدل او سرچپه دي.
دلته ګوندونه یواځې د امتیاز غوښتلو لپاره جوړ شوي او تمرکز یې پردې وي چې څنګه کیدای شي له حکومت امتیاز واخلي او که امتیاز ور نه کول شي، نو بیا یا قومي او یا سمتي مسایل راپورته کوي او هڅه یې دا وي چې خلک د حکومت پرضد راوپاروي.
افغانستان کې له شپیته زیات ګوندونه جواز لري او همدومره شمېره نور ګوندونه د جواز غوښتنه کوي، خو دا چې شرایط یې نه دي برابر تراوسه د ګوند جواز نه دی ورکړل شوی.
دا به مبالغه نه وي چې پرته له دوه یا دریو ګوندونو نور پاتې ګوندونه یې لس متحد کسان نه لري چې حساب پرې وکړي او هر کله د ګوند لپاره فعاله کاري کس پاتې شي، بس هر چا د زر یا دوه زره کسانو تذکرې راټولې کړي او یو ګوند یې ساز کړی، خو هغه کسان چې تذکرې یې ورکړي او یا ترې په یوه پلمه اخیستل شوي، هیڅ د ګوند له نوم او اساسنامې سره بلد نه دي او نه د ګوند له موخو او اهدافو خبر دي.
زه په افغانستان کې داسې ګوند هم پيژنم چې یو مجلس کې یې ویلي و چې موږ ۵۵زره کسان غړي لرو، نو یو کس ترې پوښتنه وکړه چې څنګه دومره شمېره کسان لري، ویل یې چې د ګوند پاڼه مو ۵۵زره کانو خوښه کړې، نو خبره داسې ځای ته راورسیده چې اوس د فیسبوک په پآڼو حساب کیږي او هغه څوک چې د کوم ګوند د فیسبوک پآڼه لایک کړي، د هغه ګوند غړی یې حسابوي.
افغانستان شموله ګوند تراوسه نشته چې په ټولو ولایتونو کې فعال غړي ولري او یا فعال دفترونه ولري چې خلک پرې باور وکړي چې دا ګوند ملي دی او د ملي ګټو لپاره دریځ نیسي.
افغانستان کې بدبختي دا ده چې ګوندونه قومي او سمتي دي او هره سیمه او هره ژبه ځانته ګوند لري او د خپل قوم، سمت او کورنیو د ګټو لپاره کار کوي او هر کله چې شخصي او قومي ګټې له ګواښ سره مخ کیږي، نو ملي ګټو باندې پښې ږدي.
د افغانستان په ګوندونو کې لوی مشکل همدا دی چې د قوم او سمت په جوړښت کې جوړ شوي او هیڅ داسې ګوند نشته چې په شمال، جنوب، شرق او لویدیځ کې فعال دفترونه او کسان ولري او ملت پال وي، بس هر یو یې کار کوي چې څنګه کیدای شي، خپلوان، ملګري، قومیان او سمتیانو لپاره کار وکړي، ولو که ملي ګټې پکې قرباني شي.
اوس هغه ګوندونه چې حکومت کې ځان نه ګوري او یا د بهرنیو هېوادونو له لوري تغذیه کیږي، د حکومت پروړاندې عقديي شوي او هڅه یې دا ده چې د شخصي ګټو لپاره خلک په یو او بل نوم راوپاروي او د بهرنیو هېوادونو د ګټو لپاره په یوه او بله پلمه خلک د حکومت پروړاندې راپورته کوي.
په تېرو دریو کلونو کې لوی کار دا وشو چې زیات خلک په زیاتو ګوندونو پوه شول چې د ملي پروژو او ملي ګټو پروړاندې خنډ دي او حکومت یې په بې ځایه ځایونو کې مصروف کړی او لومړیتوبونه ترې پاتې دي.
ګوندونه اوس یواځې نمایشي غونډو ته پاتې دي چې د ملګرتیا او اړیکو په اساس لس او یا شل کسان راټول کړي او رسنۍ راوغواړي، خبري کنفرانس ورکړي او هر هغه څه ووايي چې هیڅ له ملي ګټو سره اړخ نه لګوي او د بهرنیو هېوادونو لپاره د لاسوهنې زمینه برابره کړي او یا افغان حکومت او افغانان کم راولي.
که په افغانستان کې ګوندونه ملت پال وای، واړه ګوندونه په لویو کې مدغم شي او د یوې سمې تګلارې سره سیاستونو ته راودانګي، نو کولای شي د حکومت پروړاندې اپوزسیون کې هم د حکومت ملاتړ وکړي او د حکومت هغه تګلارې وننګوي چې راتلونکي د ممکنه ګواښونو زنګ خطر وي.

Comments

Leave a Reply