ګومل کې هوایي برید شوی

comments 0

هندوکش – پکتیکا: له دې سره همهاله پکتیکا کې د پوځ مسوولین وایي، په ګومل ولسوالۍ کې د هوایي برید پرمهال پنځه وسلوال وژل شوي دي.
پکتیکا کې د دویمې پلې لوا قوماندان رحم دل حیدرزی وایي، دغه برید بې پیلوټه الوتکې تېر مازیګر کړی دی.
د رحم دل په خبره زیړوک کې یې د چاڼیزو عملیاتو پرمهال له وسلوالو طالبانو یو شمېر وسلې هم نیولي، او عملیات بریالي روان دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.
عمران احمدزی

Comments