ګمرکونو کې د فساد د مخنیوي لپاره نوې طرحه

comments 0

هندوکش ـ کابل: د هېواد په کچه ټول ګمرکونه د څارنې په موخه په مالوماتي ټکنالوجۍ سمبالېږي.
ماليي وزارت په ټولو سرحدي او محصولي ګمرکونو کې د څارنې کمرې او د مالوماتي ټکنالوژۍ سېستمونه نصبوي چې د مرکز له یوې خونې به کنټرولېږي.
ویل کېږي، دا ګام د ګمرکونو د ظرفیتونو لوړولو، روڼتیا او د کورني عوایدو د لوړېدو په موخه اخیستل کېږي.
دغه راز به په برښنایي ترازوګانو کې هم ورته عمل وشي، چې هېڅوک ونه شي کولی د وزن برخه کې د قانون خلاف عمل وکړي.
ماليي وزارت هڅه کوي چې دا پروژه تر راتلونکو شپږ میاشتو بشپړه کړي.
خو وړاندیز دا دی چې د دغه سېستم د کنټرول لپاره دې وړ او صادق کسان په دنده وګمارل شي او تخنیکي او امنیتي ستونزو ته یې هم سر له اوسه باید پاملرنه موجوده وي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments