ګل څانګه / محمدهارون فيضي

comments 0

پيغلو خپل منګي د ګودر څخه ډګ كړل او د خپلو كورونو په لوري رهي سول خو ګل څانګه د ګودر پر غاړه دېخوا او هاخوا ګرځېده او له ځانه سره بونګېده.
( نن يې بيا هم دتل په څېرناوخته كړ،لمر هم په لوېدو دى)
په همدې وخت كې له لېري يو ځوان را ښكاره سو چې، د دې پرخوا را روان دى.
دې له ځانه سره وويل.
(جبارخان دى)
كله چې جبارخان رانږدې سوګوري چي ګل څانګه ډېره په غصه ده نو وې ويل
(د اوبو وارى مې و ځكه ناوخته سو)
(بس كړه دا لومړي ځل ندى چۍ ناوخته راځې دا دوه كاله كيږي چي همداسې بهانې كوې)
(ګوره ګل څانګي پلارهم ومنل په راتلونكي اوني كې واده كو هر څه مې برابر كړي دي)
د دوو كلنو مينې څخه وروسته ګل څانګي د جبار خان سره واده وكړ دواړه ډير خوشحاله ول،ده به په مځكو كې كار كاوه او ګل څانګي به د كور د كارونو سربيره څاروي،څارل او روزل يي.
********
يوه شپه ناوخته كله چي جبارخان له خوبه راپاڅېد ګوري چي ګل څانګه په ځاي كې نسته او له ډير وخت وروسته خوني ته راغله او پر خپل ځاي پرېوته سهار جبار خان ځينې وپوښتل.
( تېره شپه ناوخته له خوني وتلې وې چيرته وې؟)
ګل څانګه منكره سوه او وې ويل.
( زه هيڅ ځاي نه وم تللې)
د ګل څانګي دې خبري د جبارخان په زړه كي شك پيدا كړ.
له دې ورځي وروسته به جبارخان له كاره ژر ژر كورته راته او ټوله ورځ به په كور كې و،او ګل څانګي ته به متوجه و او تل به يې دا فكر كاوه چې دا د شپې لخوا چيري ځي.
ګل څانګه به هره شپه ناوخته كله چي به جبارخان بيده سو له خوني وتله او له ډير ځنډ وروسته به بيرته راغله او كله چې به جبارخان ځينې وپوښتل دا به منكره سوه چي دا نه ده وتلې. جبارخان پدې خاطر چې خپل شك په يقين بدل كړي يوه شپه كله چي ګل څانګه بيده سوه نو ده يې ميده خاوره په چپلكو كې ودوړوله او بيده سو.
كله چې سهار له خوبه پاڅېد ګور چې د چپلكو څخه يې دوړلي پاكي سوي دي،نو دى پوه سو چې ګل څانګه د شپې وتلې وه، دى ډير په غصه سو،چې ګل څانګه ولي ده ته درواغ وايي اودا چيري ځي او د چاسره ويني.
سهارجبارخان ډېرخفه ښكارېدي اوپرته له دې چي چاي وڅښي له كوره ووت خو ډير ژر بيرته راغي او د خوني مخي ته پركټ كښېناست. ګل څانګي ځيني وپوښتل.
(نن خو دې د اوبو وارى و، څنګه ژر راغلې؟)
ده په مات زړه او مړو سترګو ورته وكتل او وې ويل.
(ته مې ويادېدلې،زړه مې غواړي چي ټوله ورځ له تاسره و اوسم)
(خو كار كول هم ضروري دى.)
(خو زه نه غواړم چې تا له لاسه وركړم.)
(دا ته څه وايې، اوس خو زه ستا يمه او ستاسره مې مينه كړې ده،واده مو كړيدى)
ده سر كښته وځړاوه وې ويل.
(هو زه هم همدا فكر كوم……… مينه …..واده …….. )
ده سر را پورته كړ ګل څانګي ته يې وكتل خو بيرته يې مخ ځيني واړاوه وې ويل.
(زما سره دې مينه كړې، نو د بل چاسره هم مينه كولې سې)
(جبارخانه دا ته څۀ وايې،د خداي لپاره!! داسي مه وايه)
(هو، وايم،همداسي ده، ته د شپې لخوا چيري ځې، او له چاسره ويني؟)
ګل څانګه ډېره واخطا سوې وه ورو ورو جبارخان ته رانږدې سوه خو جبارخان مخ ځينې واړاوه دې په كرار ږغ ورته وويل (هو زه د شپې لخوا وځم خو دا چې څه كوم دا نسم ويلاي)
( څنګه نسې ويلاي)
( هيله كوم دا يو راز دي اوس يې نسم ويلاي)
مګر جبارخان غوښتل چي پدې خبره پوه سي،ډېر په قهر و په منډه خوني ته ننوت او توپك را واخيست او ګل څانګي ته مخامخ ودرېدي،ګل څانګي چي دا حالت وليد حيرانه سوه، جبارخان د توپك خوله د ګل څانګي خوا ته واړوله.
(ګل څانګي! ما له تاسره ډېره مينه كړې ده، خو زه نه غواړم چې څوك تا له مانه جلا كړي.)
ګل څانګه چې ډېره وارخطا سوې وه وويل.
(جبارخانه ما هم ستاسره مينه كړې ده او اوس هم مينه درسره كوم خو ما مه مجبوره كوه چې دا خبره درته وكړم)
جبارخان چې ډير په غصه و سترګي يي هم سرې سوي وې ګوته يي ماشې ته نږدې كړه او په قهرجن ږغ يې وويل
( د وروستي ځل لپاره پوښتم راته ووايه چې ته چيري تلې او د چاسره دي ليدل وايه ګل څانګي وايه)
ګل څانګه چې ډېره وېرېدلې وه او بدن يې هم رېږدېدي په وېرجن ږغ وويل.
( د خداي لپاره داسي كومه خبره نسته توپك ليرې كړه)
په همدې وخت كې د جبارخان ګوته ماشه كښېكښله او د ډز ويرجن ږغ ترغوږو سو.دواړه هك پك پاتي سول ګل څانګي د جبارخان سترګو ته وكتل او پر مځكه راولوېده.جبارخان څو شېبې حيران پاتي و چې دا يې څه وكړل.توپك يي له لاسه ليرې وغورځاوه او د ګل څآنګي په لوري يې ورمنډه كړه هغه يې راپورته كړه.
(دا څه وسول تا ولي داسي وكړل؟)
ګل څانګي په ږړغوني آواز سره وويل دا ټول مې ستالپاره كول.)
(څه؟ زما لپاره؟)
(هو څو ورځي مخ كې د ګاونډي له ښځي سره زيارت ته تللې وم ستا د اوږد عمرلپاره مې دعا كوله او پيربابا د تعويذ سربيره يي راته وويل چي د شپې ناوخته چې څوك خبرنسي حتا ته، دڅوورځو لپاره څوركعاته نفل لمونځ وكړم او كله چې لس شپې پوره سي نو بيابه تاته وايم.خو تا زما پرميني باور ونكړاوپرما دې شك وكړ.)
جبارخان چې د خپلي كړني څخه ډير شرمنده و وويل.
(ګل څانګي ما وبخشه ستا ميني زه ړوند كړي وم ما نه غوښتل چې تا له لاسه وركړم.)
(خو ته په مينه كي ناكامه سوې جبارخانه، پر خپلي مينې دې شك وكړ،خو زه به تل ستاسره مينه كوم.)
(زه هم ستاسره مينه كوم ګل څانګي زه دې شفاخانې ته بيايم زه نه پرېږدم چې په تا څه وسي.)
جبارخان چې په ژوند كې يي تر ټوله لويه غلطي كړې وه غوښتل يې جبران يي كړي خو وخت ورسره ياري ونه نكړه.ده هڅه كوله چي ګل څانګه شفاخانې ته بوځي خو په همدې وخت كې د ګل څانګي لاس د جبارخان له لاسه خوشي سو او پر مځكه ولوېد،او د تل لپاره يې جبارخان يوازي پرېښود.

Comments