ګلبدین حکمتیار او جنرال دوستم په کابل کې سره وکتل

comments 0

هندوکش – کابل: د حزب اسلامي رسنیز دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار پخپل هستوګنځي کې خپل پخواني متحد د جنبش ملي اسلامي مشر جنرال دوستم سره لیدنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې کورنیو جګړو پر مهال دواړو ترمنځ شخړو له امله فاصلې دیرې شوې وې او د طالبانو حکومت ددې لامل شو چې دواره له هیواد بهر مهاجر شي.
د جنرال دوستم سرچینو پخلی کړی چې د حزب او جنبش د مشرانو ترمنځ دا لیدنه پوره ۲۴ کاله وروسته ترسره شوه.
د یادونې وړ ده چې راتلونکو ولسمشریزو تاکنو ته د تیاري په موخه افغان سیاستوالو د جوړجاړیو کوششونه پیل کړي او دا لیدنه هم د هغې سلسلې یوه کړۍ بلل کیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments