ګلاب منګل: ننګرهار کې د رایو مرکزونه زیات شي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ټاکنو ولایتي جوړې شوې غونډې کې د ټولټاکنو په خپلواک کمیسون غږ وکړ،چې په دې ولایت کې تر پخوا هر وخت امنیتي ساحه پراخه شوې او د لا زیاتو امنیتي ستونزو د حل په ترڅ کې په دې ولایت کې د رایې ورکونې مرکزونه زیات کړي .
د ننګرهار ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې په دوه اتیا،درې اتیا او څلور اتیایم کلونو کې ۲۱ میلیونه خلکو ته د رایې ورکونې کارتونه ویشل شوي،چې د تقلب په موخه په کې یو،یو کس څو، څو کارتونه هم اخیستي و.
د ننګرهار د ټاکنو ولایتي ریاست د معلوماتو له مخې د زمري میاشتې په ترڅ کې د ارزونې له مخې یو سلو شپږ د رایې ورکونې هغه مرکزونه،چې په شخصي ځایونو کې جوړ شوي وو،د فساد د مخنیوي په موخه یې عام المنفعه ځایونو ته انتقال کړي دي .
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply