ګرمسیر کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: راپورونه وایي، د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال درې طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې.

د هلمند امنیه قومنداني وایي، د ګرمسیر ولسوالۍ یو شمېر سیمو کې یې عملیات پيل کړي چې یو طالب ترهګر پکې وژل شوی او دوه نور ټپيآن دي.

د دې عملیاتو پرمهال د طالبانو شل کړۍ ځای په ځای شوي ماینونه او پنځلس مرکزونه له منځه تللي دي.

امنیه قومنداني وایي، عملیات به هغو سیمو کې دوام پيدا کړي چې ګواښوونکي دي.

د هلمند ځینو نورو ولسوالیو کې هم عملیات روان دی چې طالبان یې تېښتې ته اړ کړي دي.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments