ګرشک کې ۴ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې تیره شپه د طالبانو او حکومتي چارواکو ترمنځ نښته کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي ویاند عمر ځواک وايي، نښته د ګرشک ولسوالۍ حاجي عزیز پمپ سیمه کې شوې ده.
ځواک وايي، نښته کې څلور طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او درې پولیس ټپیان شوي دي.
د هلمند امنیتي مسوولین وایي، د اوربند له ختمیدو سره افغان ځواکونه د تعرض په حال کې دي او په وسله والو ډلو پسې یې پراخ عملیات پيل کړي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments