ګرشک کې نهه طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – هلمند: راپورونه وایي، د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې نهه طالبان وژل شوي او یو یې نیول شوی دی.
د ګرشک ولسوال محمد سلیم رودي وايي، د کابل ـ هرات پر لویه لار د حاجي عزیز او مهاجر بازار سیمه کې افغان ځواکونو عملیات پيل کړي چې د طالبانو ګواښونه له منځه یوسي.
ردوي وایي، دا عملیات یو ورځني و چې په پایله کې یې نهه طالبان وژل شوي او یو نیول شوی دی.
د وژل شویو طالبانو پنځه جسدونه په سیمه کې پاتې دي او افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې پنځه میله وسلې هم نیولي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments