ګردیز کې یوه څلور د ډاکټر نجیب په نوم کیږي

comments 0

هندوکش – پکتیا: د پکتیا والي شمیم خان کټوازي په مشرۍ د ولایت ادارې جلسې پرېکړه وکړه چې د ګردېز ښار مرکزي څلور لارې رسماً د افغانستان د پخواني جمهور رییس ډاکټر نجیب الله په نوم ونوموي.
په غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې ولایتي اداره به د پکتیا پوهنتون د ډاکټر نجیب په نوم د نومولو لپاره هم مرکزي ادارې ته وړاندیز کوي.
په ټولنیزو رسنیو کې له دغه اعلان تود هرکلی شوی دی.
عمران احمدزی

Comments