ګراهم: د سولې لپاره اجماع ته ضرورت دی

comments 0

هندوکش – امریکا: ډونالډ ټرمپ دې افغانستان کې د جګړې ختمولو په موخه د افغانستان او پاکستان له مشرانو سره وګوري.
امریکایي سناتور لیندسي ګراهم تیره ورځ پاکستان کې یوې خبرې غونډې ته ویلي، له ټرمپ به وغواړي چې له افغان او پاکستاني مشرانو سره وویني، څو افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره پلان جوړ کړای شي.
ګراهم ویلي، افغانستان کې روانه جګړه باید د خبرو او پخلاینې له مخې پای ته ورسېږي.
سناتور لیندسي ګراهم همداراز ویلي، د امریکا له حکومت به وغواړي چې له پاکستان سره د ازادې سوداګرۍ موافقه وکړي ځکه چې دا ډول موافقه به د اسلام اباد دریځ بدل کړي.
فکور نعیمي

Comments