ګرافیکي پروګرامونو کې د پښتو لیکنې ستونزی او حل لاری

comments 0

که ستاسو وینډوز سرویس پک ټو (Service Pack2) لری او که نه ؟که یی نه لری ورته انسټال (Install) یی کړه .!
دویمه دا چی لاندې ګام په ګام لارښوونې تعقیب کړه !
Start ——– Control Panel—- Regional and Language Option —-Advance
ښه کله چې ددلته را ورسیدې نو دلاندې یو Combo Box ګورې چې په سر یې لیکل شوي دي:
Select a Language to match the language version of the non- Unicode programs you want to use:
په دې باکس کې به خپله پښتو ژبه وټاکې او Apply به یې کړې.
له همدې سره جوخت یو بل کار هم سرته ورسوه!
همدلته چې اوس یې د Language پر Tab کښیکاږه او Details… ته ولاړ شه .وروسته همدلته د Advanced پر Tab کښیکاږه او لمړی چک باکس (Check Box) وټاکه .وروسته Apply او بیا وروسته د OK پر تڼۍ کښیکاږه.
ښه که بیا هم کار یې نه کاوه نو یوه کوچني Exe فایل ته اړتیا ده چې هغه د Urdu In page په نامه سره یادیږي دا باید یا له انټرنیټ څخه را ښکته کړې (Download) او یا یې هم چیرته واخلې که دې بیا هم ونه موند هله که ما وموند نو درته وبه یې لیږم دا بله لاره داده چې ته کولای شې خپله ستونزه حل کړې.

Comments