ګاونډیو هېوادونو کې موخه نه ده ترلاسه شوې

comments 0

هندوکش _ کابل: ولسمشر محمداشرف غني د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزارت سرپرست پاټرک شاناهان په دلګشا ماڼۍ کې لیدلي او ډاډ یې ښودلی چې د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ستراتيژۍ ښې پایلې لرلې، خو په ګاونډي هېواد کې د وسله والو د ځالو له منځه وړل چې ستراتیژیکه موخه وه، لا هم نه ده ترلاسه شوې.
په کتنه کې دا هم وویل شول چې د ترهګرۍ ضد جګړه او د سولې پروسه به د تلپاتې سولې تامین پورې ادامه ولري. همدارنګه د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو نظامي اتحاد هم د سولې ټينګښت پورې دوام کوي.
لیدنه کې، نږدې راتلونکي کې په کابل کې د سولې ملي مشورتي جرګې د جوړېدو یادونه هم وشوه چې ګډونوال به یې د هېواد د ټولو ولایتونو د بېلابېلو اقشارو استازي وي، ترڅو د سولې په بېلابېلو پړاوونو کې د دوی نظریات او مشورې په پام کې ونیول شي.
همدارنګه به له سولې ملي مشورتي جرګې وروسته د کابل پروسې دریمه ناسته هم جوړه شي چې عمده تمرکز به یې پر سولې پروسه وي.
د دې ترڅنګ افغانستان د ولسواکۍ بهیر د دوام او د واک د سوله ییز لېږد یقیني کولو لپاره راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته چمتووالی نیسي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments