کیلې ګټې او تاوانونه

comments 0

کیله داسې میوه ده چې انسان ته مختلفې ګټې لري او دغوړ، کلوسترول او سودیم په نشتون سره پراخ ویتامینونه لري.

کیله په خپل ځان کې ویټامین c ویټامین b ویټامین A میټامین بي 6 میټامین بي دولس 12 او دپوتاشیم په درلودلو سره یو له هغو ګټورو میوو څخه شمیرل کیږي چې ګڼې روغتیایي ګټې لري.

دلته د کیلې او د هغې په اړه یو شمیر روغتیایي ګټې تشریح کوو هیله ده چې د خوښې وړ مو وګرځي.

روغتیا پوهان وایي؛ چې کیله په خپل ترکیب کي په کافي اندازه اوسپنه لري، او د هیموګلوبین په تولید سره د کمخونۍ مخه نیسي .

د کیلې خوراک د زړه د حملې او سرطان مخنیوی هم کوي او د عضلاتو د دردونو لپاره هم مفیده نسخه ده.

روغتیاپالان وایي که څوک د معدې په رنځ اخته وي او معده یې جوش کوي یا یې هم معده زخم ولري نو په ورځنۍ توګه دې یوه دانه کیله خوري ځکه کیلې د انتي اسید ځانګړتیاوو د لرلو له امله د معدې په ساتنه کي اغیزمن رول لري او د هغې د تخریش څخه مخنیوی کوي.

کیله په لږه اندازه سوډیم او په پراخه کچه د فوتاشیم مواد لري نو که د وینې د لوړ فشار څخه ځوریږئ نو د کیلې خوړل مه هیروئ!

د کیلې خوراک کولای شي د رواني فشار او ستړيا په کمولو کې ښه رول لري

که له ستړیا څخه ځوریږئ نو یوازې دوه کېلو خوړلو سره د دوه ساعته پرله پسې کار کولو انرژي موندلای شۍ

جالبه داده؛ چې کیله مو خوشاله هم ساتي!

ځکه دامیوه د Tryphtophan په نوم ماده لري او دا ماده په وجود کي په سیروتونین بدلیږي او سیروتونین په وجود کي د خوشحالۍ او آرامۍ احساس تقویه کوي او په دې ډول ژورخفګان له مینځه وړي.

همداراز کیله د هغو میندو د صحت لپاره چې اولاد یې په نس وي هم اغیزمنه نسخه ده.

خو د کیلې خوړل د ګټو ترڅنګ ځینو کسانو ته جانبي عوارض او زیانونه هم لري

د کیلې خوړل د هغه چا لپاره چې د شکرې ناروغي لرۍ ښه نه ده باید ونه خوړل شي، ځکه چې کیله ډېر قند لري او د شکر د ناروغ لپاره سراسر تاوان ده.

کیله په نهاره باندې مه خورئ!

کیله له مګنیزیم څخه ډکه میوه ده او کله چې په نهاره او ناڅاپي ډول وخوړل شي، په بدن کې د مګنیزیم اندازه زیاتیږي؛ په وینه کې د مګنیزیمو او کلسیمو د اندازې تعادل له منځه ځي او په پایله کې زړه او عروقو باندې ناوړه اغیزه کوي او امکان لري چې انسان له بدو پيښو سره مخ کړي

 

د ډیلي میل د ورځپاڼې له مخه؛ اوس مهال د کيلې ونې په سلو هیوادنو کې سم حاصل ورکوي

او د امریکا په کلفورنیا ایالت کې د کیلو یو موزیم شته چې ۱۷۰۰۰ ډوله کيلې په کې ساتل کيږي.

دا چې د کیلې پوست کومې ګټې لري په راتلونکي کې به یې درته نشر کړو

Comments