کټرینا کیف او هنري ژوند يې

comments 0

کترینا کیف چې یو بریتانوي اصله هندۍ ده په ۱۹۸۳ کال د جولای میاشت کې زیږدلې او له تاندې ځوانۍ څخه یې په هندي فلمونو کې خپل هنري ژوند پیل کړ.
کترینا کیف د بالیوډ نړۍ کې یوه پيژندل سوې ستورې او د هغه ښځینه فلمي لوبغاړو له ډلې څخه ده چې په فلم کې د کار کولو لپاره لوړه بیه لري.
دغه ښکلې نجلۍ په هنکانګ کې له یوه کشمیري پلار او انګلیسي مور څخه نړۍ ته سترګې غړولې کله چې هغه په ښه او بد پوهیږي نو په هنکانګ کې څه وخت تیرولو سره بیا چین، چاپان، بیلجیم سویس او فرانسه کې هم د څه څه وخت لپاره ژوند کوي او له هغه وروسته بریتانیا ته ځي او د خپلې مور په ټاټوبې کې میشته کیږي.
کترینا کیف په لومړي ځل د یوې ځوانې نجلۍ په توګه د موډلې په حیث ښکاره سول او خپل کار يې په دې ډول سره پیل کړ، او وروسته کرار کرار د موډ او فشن نړۍ ته ننوتله.
په ۲۰۱۳ کال په داسې حال کې چې دې په یوه نمایش کې برخه اخیستې وه د یوه هندي فلم جوړونکي د سترګو ښکار سوه او له هغې څخه یې وغوښتل چې د بوم په فلم کې ولوبیږي.
که څه هم بوم فلم له سوداګریزه اړخه ښه نسوخو کترینا خپل محبوبیت د بالیوډ او مینوالو په منځ کې وموند، له هغه وروسته د سلمانخان له لوري په ۲۰۱۵ کال ولې زه مینه لرم فلم کې ولوبول سوه، هغې څه وخت له سلمانخان سره تیر کړ، او اوس خورا مشهوره لوبغاړې ده. کیف د دې ترڅنګ چې په فلمونو کې کار کوي له خپلې مور سره په خیریه کارونو کې هم مرسته کوي او کله کله د مرستې غونډولو لپاره نمایشونه هم کوي کترینا د خپل شخصي ژوند په برخه کې خورا محافظه کاره ده او ډیر کوښښ کوي چې څوک يې له شخصي ژونده خبر نه سي.
د کترینا کیف له مشهوره فلمونو څخه ولې زه مینه لرم ۲۰۰۵،شریک فلمونه، ښه راغلاست، خپلوان او سلام لندن ۲۰۰۷، او په ۲۰۰۸ کې او داسې نور زیات فلمونه یادولای سو، د کترینا د ټولو خرڅو سویو فلمونو او لاس ته راوړو پیسو شمېر تر ۲۵۰۰کروړه اوړي د پلور دغه مقدار په خپل ډول کې بې ساري دی او د کیف لپاره یو ډول ریکارډ دی.

Comments