کوټې کې چاودنې ۶ پولیس وژلي ‌دي

comments 0

هندوکش – پاکستان : ډان نیوز نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د پاکستان په کوټې ښار کې چاودنې د پولیسو ۶ کسان وژلي او ځيني ټپیان دي.
د ویب پاڼې خبر پر بنسټ ځانمرګې برید د پولیسو پر یوه موټر شوی چې ګڼ شمېر پولیسانو ته یې مرګ‎ژوبله اړولې ده.
پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې د کوټې ښار د پولیسو مشر رزاق چیمه پیښه تاییدوي او وایي چې، پیښه تیره ورځ (سه شنبې) ماښآم مهال د کوټې ښار د هوايي ډګر پر سړک د پولیسو پر یوه موټر شوې چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۶ پولیسان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.
په ورته وخت کې غلام علي بلوچ د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو سکرتر هم پیښه تاییدوي او وایي چې د کوټې په میا غونډۍ سیمه کې د سرحدي ځواکونو پرپوسته د ځانمرګي شوې او زیاتوي چې یو بریدګر پوستې ته نېږدې ځان الوزولی او دوهم هغه یې د سرتېرو په ډزو کې وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم کوټې کې زیات چاودنې شوي چې د ډیرو مسوولیت یې داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستې ده.
د یاد برید مسوولیت تردې دمه کومې ډلې په غاړه نه دې اخیستې.
دادان وزیري

Comments