کوټه کې چاودنې تر سلو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

هندوکش – پاکستان: د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د بلوڅ ملت پالو پر یوه لاریون چاودنه شوې چې په پایله کې لږترلږه 35 کسان وژل شوي‌ او تر (۴۰) زیات ټپیان دي.
بمي چاودونه د نوابزاده سراج ریساني پر ټاکنیز لاریون شوې، چې د بلوچستان عوامي ګوند له لوري ټاکنو کې کاندید و او دغه پېښه کې شهید شوی دی.
د دغه برید مسئولیت تر دا مهاله چا په غاړه نه دی اخیستی ،خو بلوڅان همېشه په خپلو وژنو د پنجاب استخباراتي اداره آی ایس آی تورنوي .
بلوچستان دپاکستان له هغو ایالتونو څخه ده چې تر ډېره بریده بلوڅان ورکي په نښه کېږي . بلوڅ ملتپال وايي‌چې سلګونه کسان یې اوس هم ورک دي
دادان وزیري

Comments