کوټه کې پر پاکستاني پولیسو خونړی برید شوې

comments 0

هندوکش – پاکستان: پاکستاني رسنې نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې نا معلومو وسله والو د کوټې ښار د سریاب روډ په سیمه کې پر پولیسو خونړی برید کړې.
د رسنیو په وینا، پدې پیښه کې دوه تنه پولیس مړه او یو تن بل سخت ټپي شوی دی.
د سیمې د پولیسو چارواکي خبري رسنیو ته ویلي دي چې پولیس د وظیفې پر لورې روان ول چې د نامعلومو کسانو لخوا پرې برید وشو.
برید کوونکي د پیښې د ځای نه په تیښته بریالي شوي دي. خو پولیس وایي په اړه يي تحقیقات پيل کړي دي.
د ویلو ده چې دوه ورځې مخکې هم د کوټې د رئیساني روډ په سیمه کې پر پولیسو خونړی برید شوی وو چې له امله يي یو تن پولیس ژوند د دلاسه ورکړی وو.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply