کونړ کې ۹ تنه داعش وسلوال افغان ځواکونو ته تسلیم شول

comments 0

هندوکش ــ کونړ: د کونړ ولایت په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې ۹تنه داعش جنګیالي افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د یاد ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د کونړ ولایت په ټولو ولسوالیو کې د داعش وسلوالو او نورو ترهګرو په وړاندې علمیات روان دي، ترڅو په یاد ولایت کې دترهګرو ریښې له منځه یوسي.
امنیتي چارواکي زیاتوي، که داعش وسلوال او نورې ترهګرې ډلې تسلیم نه شې وبه وژل شي.
فرهاد شهراني

Comments