کونړ کې څلور تنه د چاودېدونکو توکو او وسلو د لېږد په تړاو ونیول شول

comments 0

هندوکش کونړ: پولیسو د کونړ ولایت په نرنګ او سرکاڼو ولسوالیو کې څلور تنه د نهه بوریو چاودېدونکو توکو او یو شمېر وسلو د لېږد پر مهال نیولي دي.
له دې منځه دوه کسانو چاودېدونکي توکي په یو عراده زرنج موټرسایکل کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې نورو سیمو ته یې د ترورېستي بریدونو د ترسراوي په موخه ولېږدوي؛ چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او ترلاسه شول.
همداراز دوه تنه نور چې غوښتل یې دوه میله دهشکې او یو شمېر نور مهمات یې له سرکاڼو ولسوالۍ څخه څوکۍ ولسوالۍ ته داعش ډلې ته ولېږدوي؛ د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
فرهاد شهراني

Comments