کونړ کې پر ملکي وګړو د طالبان ماین چاودلی

comments 0

هندوکش – کونړ: د کونړ ولایت مقام وايي، ماڼوګي ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر سراچه موټر چاودنې یو کس شهید کړی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
دا چاودنه نن سهار د ماڼوګي ولسوالۍ ننګلام بازار ته نږدې سیمه کې پر سراچه موټر شوې ده.
ولایت مقام کې یوې سرچینې ویلي، موټر چلوونکی چې ملکي وګړي و،شهید شوی او دوه کسان نور ټپيان دي.
سرچېنې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی
دا ماین د طالبانو له لوري ځای په ځای شوی و چې د ملکي وګړو په موټر یې چاودنه کړې.
فرهاد شهراني

Comments