کونړ کې پر مخابراتي شبکو د طالبانو بندیز خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي

comments 0

هندوکش ــ کونړ: له تېرې یوې میاشتې راهیسې د کونړ په چپې درې، ماڼوګي، وټه‌پور، څوکۍ، غازي‌اباد، ناړۍ او سرکاڼو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې د طالبانو د ګواښونو له امله خپل شپني خدمتونه بندوي چې دغه کار ولسي وګړیو ته ستونزې جوړې کړې دي.
د دغو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د شپې له‌خوا د ټيلیفوني اسانتیاوو نه موجودیت ورته لوی سرخوږی دی چې په وینا یې، د دوی پر ژوند او کاروبار یې منفي اغېز کړی دی.
د ماڼوګي او چپې درې ولسوالیو اوسېدونکي خطاب‌ګل او ځلاند ساپی له وسله والو طالبانو غواړي چې نور دې د ولس په مقابل کې ځانونه نه واقع کوي.
د دوی په وینا، کونړ یو غرنی ولایت دی او د شپې له‌خوا د مخابراتي شبکو نه فعالیت خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د کونړ په چپې درې او ماڼوګي ولسوالیو کې که څه هم د طالبانو د ګواښونو له وېرې مخابراتي شبکو نږدې دوه کاله فعالیت درولی و، خو له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې په دغو ولسوالیو کې مخابراتي ستونزې حل شوې وې.
طالبانو پدې اړه له نظر ورکولو ډډه کړې ده.

Comments