کونړ کې پر داعش هوایي برید شوی

comments 0

هندوکش – کونړ: خیتځ کې د پوځ مسوولین وایي، په ډرون بریدونو کې ۲۰ داعش ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په کونړ د دوهمي پلي لوا قومندان جنرال میرویس ساپي ویلي، تېر ماذیګر نا وخته د امریکا بي پیلوټه الوتکي د کونړ د چپې دري ولسوالۍ دیګل سیمه کې ډرون بریدونه کړي دي.
ساپی وايي، د دې بریدونو په پایله کې ۱۵ داعش وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
ساپی وایې، دې بریدونو کې د داعش یو شمیر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
چپه دره کونړ کې هغه ولسوالي ده چې داعش پکې فعالیت پيل کړې، خو افغان ځواکونو دا دره د داعش لپاره هدیره ګرځولې.
فرهاد شهراني

Comments