کونړ کې وسله وال واکسینو ته اجازه نه ورکوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کونړ:د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې پنځه زره ماشومان له واکسینو پاتې دي.
هلته دولتي مسوولین وایي، ځینو سیمو کې داعش ډله فعالیت کوي چې د واکسینو تطبیق ته اجازه نه ورکوي.
د روغتیا مسوولین وایي، که وسله والې ډلې واکسینو ته اجازه ور نه کړي د دې ویره شته چې ماشومان د ګوزڼ له ګواښ سره مخ شي.
اوس قومي مشرانو ته دنده سپارلې چې وسله والو ډلو ته قناعت ورکړي او د واکسینو اجازه ترلاسه کړي.
د داعش او طالب وسله والو دې کار چې د پولیو واکسینو ته اجازه نه ورکوي، د سیمې خلک سخت انديښمن کړي دي.
تېر کال په ځینو هغو سیمو کې د پولیو مثبتې پېښې شوي وې چې طالبانو او یا داعش ورته د پولیو واکسینو د تطبیق اجازه نه وه ورکړې.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply