کونړ کې مدني فعالانو د افغانیو د ترویج په موخه کمپاین ترسره کړ

comments 0

هندوکش ــ کونړ: د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې مدني فعالانو دافغانیو دترویج یو کمپاین په لاره اچولي دي، دوی وايي افغانۍ زمونږ ملي هویت دی او باید په راکړه ورکړه کې له افغانیو کار واخلو.
یاد مدني فعالان له هېوادوالو په ځانګړي ډول دکونړ له ولسونو غوښتنه کړې، چې په خپلو تجارتي معاملو کې دې له افغانیو ګټه واخلي.
له دې وړاندې په خوست ولایت کې دخوست والي له لوري د دبهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول په پاکستاني کلدارو بندیز لګولي او دافغانیو په ترویج یې ټینګار کړي دی.
فرهاد شهراني

Comments