کونړ کې د پاکستان پرضد خلک راپورته شوي

comments 0

هندوکش – کونړ: د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې لسګونه خلک د پاکستان پر ضد راپورته شوي دي.
دغه ولسي خلک اجازه نه ورکوي چې پاکستان پر ډیورنډ کرښه اغزن تار وغځوي.
دغه خلک وایي، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته افغان ولس اجازه نه و رکوي چې څوک یي ترمنځ د بیلتون کرښې وکاږي.
کونړ کې خلک د پاکستان له راکټي بریدونو هم په تنګ شوي او دا هېواد خپل دښمن یادوي.
کلونه د کونړ په ځينو سیمو راکټی بریدونه شوي چې له کبله یې ځینې خلکو ته مرګ ژوبله اووښتې او ځینې خلک یې بې ځایه کړي دي.
فرهاد شهراني

Comments