کونړ کې د ماین چاودنې څلور داعشیان وژلي دي

comments 0

هندوکش – کونړ: د کونړ امنیتي چارواکو په وینا، د کونړ په چپې درې کې پر داعشیانو خپل ماین چاودنه کړې چې له امله یې د یادې ډلې څلور غړي وژل شوي دي.
میرویس ساپي په کونړ کې د دویمې پلې لېوا قوماندان رسنیو ته ویلي، داعش ترهګړې ډلې تیره ورځ ماښام مهال داعش ماین جوړاوه چې چاودنه یې وکړه او ددغې ډلې د ماین جوړولو څلور ماهر کسان یې ووژل.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د کونړ ناړۍ ولسوالۍ کې پر طالبانو خپل ماین چاودلی وو چې د یو ماشوم په ګډون یې ددغې ډلې څلور غړي وژلي وو.
د یادونې وړ ده چې د ترهګرو ډلو په ماینونو کې تردې وړاندې هم ډیر شمیر ملکي کسان وژل شوي چې نړیوالو ټولنو یې په اړه اندیښنه ښودلې ده.
فرهاد شهراني

Comments