کونړ کې د طالبانو پرضد عملیات شوي

comments 0

هندوکش – کنر: پوځ وایي چې د کونړ په یو شمېر سیمو کې یي عملیات پيل کړي دي.
له ختیځ کې له ۲۰۱ سېلاب قول اردو له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې
له نورو افغان ځواکونو سره یي د خاص کونړ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې چاڼيز عملیات پيل کړي دي.
په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې له تېرو څلروېشت ساعتونو راهیسې یي د میرگل تنگي ، یخه چینه ، کچه کورونه ، مناگی ، تنگي کورونه اوغونډی کلي د وسله والو له شتونه پاک کړي دي.
په اعلامیه کې مخالفینو ته داوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي خو ډاډ یي ورکړې چې افغان لوري ته زیان نه دی اوښتی.
فرهاد شهرانی

Comments

Leave a Reply