کونړ کې د طالبانو او داعش جګړه

comments 0

هندوکش – کونړ:راپورونه وایي، د کونړ د چپي درې په دېګل سیمه کې له تېرې شپې راهیسې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
ځايي خلکو رسنیو ته ویلي، چې په دې نښته کې ۵ داعش او دوه طالبان وژل شوي دي.
ځايي خلک وایي اوس هم نښته روانه ده او دواړو لوري د یو بل د حذف کولو لپاره جګړه کوي.
د کونړ د والي ویاند غني مصمم وایې، ۱۲ داعش وژل شوي او طالبانو په اړه معلومات نه لري.
دا په خپل ډول کې لومړی ځل نه دی چې دا دواړه ډلې جګړه کوي، تر دې وړاندې نورو سیمو کې هم دا دوه ډلې یو بل باندې د کفر ټاپي لګوي او یو بل وژني.
فرهاد شهراني

Comments