کونړ کې د طالبانو او داعش جګړه دوام لري

comments 0

هندوکش – کونړ: د کونړ چپې درې ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو جګړه کې ۱۶ داعش وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د ولایت مقام یوه سرچینه وایي، جګړه کې دوه طالبان هم وژل شوي او اوس هم جګړه دوام لري.

د کونړ امنیه قومندانۍ مطبوعاتې دفتر بیا وایې دې جګړه کې ۹ داعش وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان او د طالبانو طالبانو په اړه څه نه وایې.

د سیمې اوسېدونکي وایې، د داعش او طالب وسله والو جګړو له امله ځینې کورنۍ هم بې ځایه  شوي خو کره شمېره یي نه ده مالومه .

فرهاد شهراني

Comments