کونړ کې د داعش ډلې نهه څلوېښت جنګیالي وژل شوي

comments 0

هندوکش – کونړ: د دغه ولایت چارواکي وایې، د ایتلافي ځواکونوپه هوایې بریدونو کې د کونړ چپې درې ولسوالۍ دیګل سیمه کې د ازبیک او پاکستانیو په ګډون ۴۹ داعش وسله وال وژل شوي او د دغې ډلې یوشمېرتعلیمي مرکزونه هم وبجاړ شوي .
د کونړ چارواکي وايي، تېره ورځ ددغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر تعلیمي مرکزونو دوه هوايي او توپچي بریدونه شوي، چې پکې د ازبیک او پاکستانیو په ګډون ۴۹ داعش وسله وال وژل شوي دي
دچارواکو په خبره په وژل شویو کې د ازبیک جنګیالیو مشر اسماعیل هم شامل دی چې پخوایې دالقاعدې ډلې په لیکو کې فعالیت کوو.
چارواکي وایې په هوایې او توپچي بریدونو کې دداعش ډلې پرته بل چاته زیان ندې اوښتې
چپه دره دکونړ یوه له هغو ولسوالیو ده چې له تیرې یوې میاشتې راهیسې یې په یوشمیر سیمو کې وسله وال طالبان او داعش ډله په خپلو منځو کې په جګړو اخته دي
د کونړ چارواکي وایې داعش ډلې پدغه ولسوالۍ کې یوشمیر سیمي له وسله والو طالبانو نیولي چې دواړو ډلو یو دبل شاو خوا پنځه څلویښت کورونه سوځولي دي
په ورته وخت کې دداعش او طالبانو دخپلمنځي نښتو له امله دکونړ چپې درې ولسوالۍ څخه راکډه شوې کورنۍ له حکومته ددغو دواړو ډلو دځپلو په موخه دعملیاتو غوښتنه کوي
د داعش او وسله والو طالبانو د خپلمنځي جګړو له امله زرګونه کورنۍ دکونړ چپې درې ولسوالۍ څخه کډه شوي او نورو خوندي سیمو کې میشتې شوي دي .
سرچینه: انعکاس

Comments