کونړ کې د داعش ډلې درې غړي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تسلیم شول

comments 0

هندوکش ــ کونړ: کونړ کې د داعش ډلې درې غړي له خپلو وسلو سره یوځای له جګړې لاس په سر شوي او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
یادو کسانو د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې په ترورېستي فعالیتونو کې لاس درلود.
امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د داعش ډلې درې تسلیم شویو غړو په خپلو تېرو فعالیتونو پښېماني وښوده او ژمنه یې وکړه، چې له دې وروسته به سوله ییز ژوند اختیاروي او د هېواد د ابادۍ ستنو په جوړولو کې به رغنده رول لوبوي.
د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم په کونړ ولایت کې د داعش ډلې ۴۶ غړي له خپلو وسلو سره د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تسلیم شوي وو.
فرهاد شهراني

Comments