کونړ کې د ترهګرو جګړې مرګ ژوبله اړولې

comments 0

هندوکش – کونړ: کنړ کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښتو کې عامو خلکو ته زیانونه اوښتي دي.
په وټه پور ولسوالۍ کې ښکیلو لوریو د یو او بل په طرفدارۍ عام خلک ملامت کړي او د هغوی کورونه یې سوځولي دي.
داسې راپورونه ورکړل شوي چې دواړو لوریو تر اوسه له پنځه ویشت زیات کورونه سوځولي دي.
دا له چپې درې وروسته په وټه پور کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ نښتې دي چې اصلي قربانیان یې عام خلک دي.
جګړې د وټه پور ولسوالۍ په کټار، کمبیر، دیوز، څانګار او قورو کې شوي دي ، له یادو سیمو عام خلک هم کډه شوي.
له دې جګړو سره یو ځای افغان ځواکونو بیا د دواړو ډلو پرضد عملیات پيل کړي چې خلک یې له شره خلاص کړي.
فرهاد شهراني

Comments