کونړ کې د افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه

comments 0

هندوکش – کونړ: کونړ کې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ او د اوربند په ټینګښت ولسي غونډه شوې ده.

دغې غونډې ته د کونړ له مرکز او څيرمه ولسوالیو لسګونه کسان ورغلي دي.

د غونډې ګډونوالو غوښتنه له افغان حکومت داده چې د سولې په روانو خبرو کې د افغانانو ارزښتونه ته پاملرنه وکړي.

له ښکیلو لوریو  د خلکو غوښتنه داده چې مخامخ دسولې خبر ته کیني او د جګړې د پای لپاره په اوربند سلا وکړي.

ګډونوالو د افغان ځواکونو هڅې د دفاع او امنیت برخه کې ستایلي او په خلکو یې غږ کړی چې ملاتړ ته یې دوام ورکړي او همکاري ورسره وکړي.

فرهاد شهراني

Comments