کونړ کې د افغان امنیتي ځواکونو ملي ورځ ونمانځل شوه

comments 0

هندوکش ـ کونړ: په کونړ ولایت کې سلګونو دیني عالمانو، قومي مشرانو، ولایتي چارواکو، ځوانانو او د یاد ولایت اوسیدونکو د یوې ولسي ناستې په ترڅ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ( کب نهمه) ونمانځله او د دوی هڅې اوسرښندنې یې وستایلې.
په یاده ناسته کې د کونړ والي زیاته کړه، چې د افغان امنیتي ځواکونو د ورځې نمانځنه دښمن ته پیغام ورکوي، چې دا خاوره بې څښتنه نه ده او داسې بچیان لري، چې په ساتنه کې له خپلو سرونو څخه تیر دي.
په غونډه کې دیني عالمانو افغان ځواکونه د اسلامي ارزښتونو پالونکي او ساتونکي وبلل او په وسلوالو طالبانو یې غږ وکړ، چې د خپل وطن له ویجاړونې او افغان وژنې څخه لاس واخلئ او سوله وکړئ.
فرهاد شهراني

Comments