کونړ کې دداعش ډلې دری فعال غړي وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کونړ: د ملي امنیت لوی ریاست څخه په خپره شوې اعلامیې کې راغلي چې د یادو ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې داعش ډلې ته ځاني او مالي زیان اوښتې ده.
د اعلامیې پر بنسټ، تیره شپه د کنړ ولایت څوکی ولسوالی دیوه ګل دری د قلعه په سیمه کی د ملی امنیت ځانګړی ځواکونو لخوا خاص عملیات تر سره شوی چه په پایله کی دری داعشیان وژل شوي دي.
اعلامیه زیاتوي چې یادو غړو ترڅنګ د یادې ډلېیوفعال مرکز چی سلاح او مهمات هم په کی موجود و د ځواکونو له لوری په بشپړه ډول تخریب او له منځ وړل شوی دې.
دا په داسې حال کې ده چې د قلعه سیمی شمال غرب استقامت ته د دیوه ګل دری نور کلی واقع دی چی په پراخه کچه داعشیان په کی وجود لری .
په دی عملیاتو کی ولسی خلکو او امنیتی ځواکونو ته مالی او زانی زیان ندی اوښتی.
په دې اړه داعش ډلې تردې دمه څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Comments