کونړ کې داعش وژل شوي

comments 0

1839 Views

هندوکش – کنړ: د کونړ مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې درې داعش جنګیالي وژل شوي دي.
امنیه قوماندان حقنواز حقیار وایي، بهرنیو ځواکونو تېره شپه د څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل درې چمبیل سیمه کې هوایي برید کړی دی.
د قوماندان په خبره په دې هوایي برید کې یو داعش ټپي شوی هم دی.
داعش په دې اړه خپل نظر له رسنیو سره نه دی شریک کړې.
دیوه ګل دره د کونړ یوه له هغو سیمو شمېر کېږي چې داعش په کې مرکزونه لري.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments