کونړ کې افغان ځواکونو ۷تنه طالبان وژلي دي

comments 0

هندوکش ــ کونړ: د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۷تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د کونړ ولایت امنیتي چارواکي وايی،چې په یاد عملیات دکونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ ډیره کلي کې ترسره شوي دي، چې په پایله کې ۷تنو وسلوالو طالبانو ته مر ګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وايي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته هیڅ راز زیان نه دی اوښتی.
فرهاد شهراني

Comments