کونړ ولایت کې یو داعش جنګیالی ووژل شو

comments 0

هندوکش – کونړ: دکونړولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې افغان هوايي ځواکونو عملیات ترسره کړي دي،چې په ترڅ کې یې ۱تن داعش وسلوال وژل شوی دی.
دیاد ولایت ځايي چارواکي وايي،د داعش وسلوالو په وړاندې پراخ عملیات روان دي افغان ځواکونه به ترهګرو ته هیڅکله اجازه ورنه کړي،چې دکونړ ولایت امنیت ته ګواښ پیښ کړي.
په ورته وخت کې دکونړ ولایت اوسیدونکي دافغان ځواکونو له کړنو خوښ دي او دترهګرو په وړاندې دپراخو عملیاتو غوښتنه کوي.
فرهاد شهراني

Comments